د طالبانو له خوا د تښتوونکو له منګولو څخه د يوه سوداګر د خلاصون او د څلورو تنو برمته کوونکو د وژل کېدو په اړه د خبر له خپرېدو وروسته، ترلاسه شوي شواهد ښيي چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان وو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ټولنيزو شبکو کې خپاره شوي اسناد او معلومات ښيي چې د سه شنبې په ورځ د جدي د مياشتې په ١٣مه د طالبانو او سړي تښتوونکو ترمنځ په نښته کې د دې ډلې خپلو جنګياليو چې يو سوداګر يې تښتولى و، ووژل شو.