د سومالیا رسنیو د دغه هېواد په مرکز کې د دوو موټر بم چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ نن چهارشنبه سهار دوو ځانمرګو بریدګرو د هرشبیلي ایالت په هیران سیمه کې د مهاس په ښار کې د یو شمېر پوځي چارواکو د کورونو او یوه کافي شاپ پر لور دوه موټر بمونه وچول چې له امله یې په دغه سیمه کې چاودنه وشوه.