افغانستان 15 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د بهرنیو چارو وزارت په پنجاب کې د يوه افغان وژل کېدل په کلکو ټکو وغندل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په پنجاب ايالت کې د يوه افغان موټر چلوونکي د وژل کېدو پېښه په کلکو ټکو وغندله.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وړمه ورځ په ډېرې خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ، چې د پنجاب د اوکاړې په دیپالپور سبزي منډۍ سیمه کې یو افغان موټر چلونکی په ډېرې بې رحمي سره شهید کړل شوی دی.
سرچينې زياته کړې چې سفارت دا ناوړه ظالمانه عمل په کلکو ټکو غندي او په دې تړاو خپله ژوره خواشیني څرګندوي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پېښې وروسته سمدستي په پاکستان کې‏د افغان ټرانسپورټ اتحادیې له غړو سره اړیکه نیولې ترڅو د شهيد جسد خپلو وارثینو ته ورسول شي، او په دې برخه کې ورسره هر راز همکاري وکړي.
سفارت همدارنګه دا موضوع د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او اړونده ادارو سره شریکه کړې، چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي او د عاملینو په پیدا کولو کې لازم اقدامات ترسره کړي، ترڅو په راتلونکي کې دا ډول دردوونکې پیښې بيا تکرار نشي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *