په تهران کې د افغانستان د سفارت د نوي مشر د ټاکلو موضوع یوازې د کابل پرېکړه ده او ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ یوې رسنیزې سرچینې د افغانستان له لوري د دغه سفارت د نوي مشر په توګه د “فضل محمد حقاني” ټاکل کېدل اعلان کړل، خو دیپلوماتانو هغه ته د سفارت له سپارلو ډډه وکړه.