په تخار ولایت کې د نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد اعتراض کوونکي نجونې وايي چې په دغه ولایت کې طالب چارواکو له خپلو ځواکونو سره د اجباري ودونو ګواښ کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ځینو دغو نجونو ویلي، چې طالب چارواکو د دوی له کورنیو غوښتي او خبرداری یې ورکړی، چې که د نجونو د زده کړو د ځنډولو پر وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي، دوی به مجبوره کړي، چې مظاهره کوونکي نجونې له خپلو ځواکونو سره واده کړي.