د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، چې د امريکا ولسمشر غواړي د دويمې دورې لپاره ځان کانديد کړي، خو هغه وويل، چې تر اوسه يې په رسمي ډول دغه موضوع نه ده اعلان کړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د زوړ عمر او د ضعیف فزیکي او رواني روغتیا نښو سره سره ، داسې ویل کیږي چې هغه پلان لري د دوهمې دورې لپاره ودریږي.