افغانستان 14 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د رياست الوزرا اداري مرستيال د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره وکتل

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد او د دغه وزارت يو شمير مسؤولینو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل.

مولوي عبدالسلام حنفي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې، د عامې روغتيا وزارت سرپرست په هېواد کې د عمومي روغتیایي وضعیت، په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو لپاره د عامې روغتیا وزارت طرحې، د روغتیا په برخه کې د عمومي او خصوصي سکټور د مشارکت طرحې، په دولتي روغتونونو کې د دندو ترسره کولو لپاره د متخصصو ډاکترانو هڅولو او د روغتونونو د اړتیا وړ توکو برابرولو په موخه د تدارکاتي بهیر ساده کولو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستيال ته هر اړخيز مالومات ورکړل.
سرپرست وزير په دغه کتنه کې د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د عامې روغتیا موضوع اهمیت ته په کتو د دې وزارت طرحو او وړاندیزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او مسلکي برخو د فعالیتونو او کړنو قدراني وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې په دې برخه کې به لا پاملرنه وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *