په افغانستان کې د ټي ټي پي پر اډو د برید د احتمال په اړه د پاکستاني چارواکو له څرګندونو وروسته اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ځان د دفاع حق لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دوه ورځې وروسته له هغې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د احتمال په اړه څرګندونې وکړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس د سه شنبې په ورځ وویل چې “پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ځان د دفاع مشروع حق لري.”