د کرونا د وروستیو نړیوالو احصایو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کوویډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۶۶۵ میلیونه ۳۰۳ زره ۳۴۳ تنو ته رسېدلی او د ۶ میلیونو ۶۹۸ زره ۱۶۶ ناروغانو مړینه تایید شوې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د «ورلډومیټر» نړیوال جدول کې د وړاندې شوې رسمي شمېرو له مخې، د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې کرونا په نړۍ کې ۵۶۹ کسان وژلي دي. همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نړۍ ۲۳۹۶۲۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.