یوه پاکستاني وکیل د بشري حقونو ملي کمیسیون ته په یوه عریضه کې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غیر قانوني بللی او د دغه بهیر د درولو غوښتنه یې کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سند ایالت په زندانونو کې د څه باندې ۱۲۹ ښځو او ۱۷۸ ماشومانو د توقیف په اړه له وروستیو شخړو وروسته، د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیسیون ته یو عریضه سپارل شوې چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.