د طالبانو له خوا د «رژیم پر ضد د تبلیغاتو» په تور د یو شمېر رسنیو د مسوولینو تر محاکمې وروسته، د افغانستان د خبریالانو فدراسیون د دغې پرېکړې په غبرګون کې، د غیابي سزا ورکول د اسلامي او نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل وباله.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو حکومتي چارواکو د دوشنبې په ورځ د جدي په ۱۲مه اعلان وکړ چې د رسنیو یو شمېر چارواکي یې د «رژیم پر ضد د پروپاګند» په تور محاکمه کړي دي.