د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په مرستندویه موسسو کې د ښځو له کار کولو منع کول د ټولو افغانانو ژوند ته یو سمدستي ګواښ دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، له ۲۸ میلیونو ډېر خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري ځکه افغانستان د قحطۍ، اقتصادي رکود او بې وزلۍ له خطر سره مخ دی.