افغانستان 12 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ملي دفاع وزارت: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکې او د دواړو هېوادونو اړيکې زيانمنوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې بې اساسه وبللې.

د معمار د خبر له مخې؛ ياد وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو دتحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کې دننه د احتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه بولي.
اعلاميې زياته کړې؛ سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې شتون لري، د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت همدارنګه له پاکستان څخه د تفاهم او خبرو له لارې د هرې اندېښنې د رفع کولو غوښتنه کړې ده.
په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې افغانستان لا وارثه نه دی، افغانان د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو دي او د خپل ګران هېواد په دفاع کې تر هر چا ښه تجربه لري.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وړمه ورځ ویلي و چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د په نښه کولو حق لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *