ضمیر کابلوف وايي، مسکو لا هم په افغانستان کې د امریکا د نفوذ د بیا راژوندي کېدو په اړه اندېښمن دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې کرملین په افغانستان کې د امریکا د نفوذ او ظرفیتونو د بېرته ترلاسه کولو له هڅو اندېښمن دی.