خبرونه 12 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د مکسیکو د سرحدي ښار جواریز په زندان کې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د مکسیکو چارواکو د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړې: د شمالي سرحدي ښار جواریز په یوه زندان کې له وسلوال بریده لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي؛ ۱۳ ټپیان او ۲۴ نور تښتېدلي دي.

د معمار د خبر له مخې؛ د چاهوا ایالت څارنوال ویلي، چې د زندان په دې برید کې له وژل شویو کسانو څخه ۱۰ امنیتي پرسونل او څلور بندیان دي.

سمدستي په ډاګه شوې نده، چې برید چا کړی دی.

څارنوال زیاته کړې، په لومړنیو پلټنو کې په ډاګه شوې شوې، چې بریدګر پر ځايي وخت د سهار اووه بجې له زغره والو موټرو سره زندان ته دننه شول او ډزې یې وکړې.

دغه راز له دې پېښې څو دقیقې مخکې؛ چارواکو د ښاروالۍ پولیسو ته نږدې له یوه وسلوال بریده خبر ورکړی و، چې له څارنې وروسته څلور کسان او یوه لارۍ ونیول شول.

د ښار په یوه بله برخه کې، دوه نور موټر چلوونکي له هغې وروسته ووژل شول، چې چارواکو وسلوال برید یاد کړی دی.

دولتي څارنوال په دې اړه، چې آیا دا درې پېښې سره تړاو لري؛ څه ندي ویلي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال په اګست میاشت کې د مکسیکو په سلګونه سرتېري له هغې وروسته جواریز ته واستول شول، چې د دوه سیالو کارتیلونو د غړیو ترمنځ د زندان د شخړې له کبله د ګډوډۍ او ډزو لامل شو؛ هغه مهال ۱۱ کسان وژل شوي، چې ډېري یې ملکي وګړي وه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *