د جنوبي کوريا ولسمشر وويل: سيول او واشنګټن د شمالي کوريا د زياتېدونکي اټومي او توغندوي ګواښونو په مقابل کې د امريکا له اټومي وسلو څخه د استفادې د احتمالي ګډ تمرين په اړه بحث کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د رویټرز په وینا، د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول د یکشنبې په شپه لیکلي: په دې برخه کې ګډ پلان جوړونه او تمرینونه د متحده ایالاتو د “پراخه مخنیوي” پالیسي په اغیزمنه توګه پلي کولو په هدف ترسره کیږي.