د استرالیا په یوه ساحلي ښار کې د الوتنې پر مهال د دوو چورلکو د ټکر په پایله کې څلور تنه وژل شوي او لږ تر لږه درې نور ټپیان دي چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په دویمه) د استرالیا د ګولډ کوسټ په ساحلي ښار کې د الوتنې پر مهال د دوو چورلکو د ټکر له امله په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او لږ تر لږه درې نور ټپیان شوي دي. دپوليسو په وينا په دغه پيښه کې نور کسان ژوبل شوي هم دي.