د ننګرهار امنيتي مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ٨ تنه له لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره يو ځای نیولي دي.
د ننګرهار امنیتي مسوولینو ته وویل، چې دغه ٧ تنه له ١٨٧ کيلوګرامه ګرامه چرسو سره د دوربابا ولسوالۍ اړوند تبۍ کنډو سیمه کې د ٢٠١ خالد بن وليد (رض) قول اردو، د عبدالله بن زبير (رض) لومړۍ سرحدي لوا د شپږم سرحدي کنډک امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د مسوولينو په خبره نیول شوي، کسان تر څېړنو لاندې دي، چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.