د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له لګېدو وروسته د ۱۵۱ بنسټونو ۸۶ سلنه فعالیتونه بند یا کم شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شنبې ماښام د جدې په ۱۰ مه د یو لړ ټویټونو په لړ کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته د غیردولتي موسسو د فعالیتونو په اړه د خپلې نوې ارزونې پایلې خپرې کړې.