د سعودي د فوټبال یوې ویاړلې لوبډلې په رسمي توګه د نړۍ د فوټبال له پرتګالي ستوري سره د دوه نیم کلن تړون لاسلیک تایید کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سعودي عربستان النصر فوټبال کلب نن (شنبه) د سهار په لومړیو دقیقو کې د ټویټر ټولنیزې شبکې پر خپل کاروونکي اکاونټ د یوه لنډ پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې له ۳۷ کلن کریسټیانو رونالډو د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سره د ۲۰۲۵ کال تر دوبي پورې تړون لاسلیک کړی دی.