د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د ګازو د صادرولو لپاره د دغه هېواد د چمتووالي په اړه د روسیې د صدراعظم د مرستیال د څرګندونو هرکلی کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه وزارت د شنبې په ورځ (د جدي ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان د پخوا په پرتله د هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیت په دروازه بدل شوی دی. او دا کار د سیمې پر ثبات او امنیت اغېز کړی او د لویو هېوادونو پام یې د پراخې کچې سیمه ییزې پانګونې ته جلب کړی دی.