د چين او روسيې ولسمشرانو په ټولو برخو کې د همکارۍ او اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل: د روسيې او چين ترمنځ پوځي همکاري بايد پياوړې شي. هغه زياته کړه چې د روسيې او چين ترمنځ همکاري په ټولو برخو کې د پراختيا په حال کې ده.