د طالبانو ویاند وايي، په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز د «اسلامي قوانینو» له مخې دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ تېره ورځ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد يو ځل بيا په نړيوالو او نادولتي موسسو او بنسټونو کې د ښځو پر کار د بنديز دفاع وکړه او ويې ويل، چې دغه بنديز په بشپړه توګه له اسلامي احکامو سره سم دى.