د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د زنداني کولو او شکنجه کولو او یا هم دغو هېوادونو ته د سفر کولو په غبرګون کې خبرداری ورکوي چې دا کار به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د کړکېچ لامل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: “په پاکستان کې د مېشتو افغانانو بندي کول او شکنجه کول، په تېره بيا ښځې، ماشومان، بوډاګان او ناروغان ډېر دردناک دي. او دا د دواړو وروڼو هیوادونو د اړیکو لپاره ښه نتیجه نه لري. دا اړینه ده چې دا بندیان ژر تر ژره خوشې شي.”