افغانستان 10 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د چارو مسووليتونه به ژر افغانستان پر غاړه واخلي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له ازبکستاني لوري سره د حيرتان اوسپنې پټلۍ د مسوولیتونو د لېږد په اړه د هوکړې خبر ورکړی دی.

يادې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پرون په ازبکستان کې د دغه هېواد اوسپنې پټلۍ مسؤلینو او افغان پلاوي ترمنځ د بریالیو خبرو اترو په پایله کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو پر لیږد هوکړه وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې د يادې هوکړې پر بنسټ به د حیرتان -مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسولیتونه چې له شاوخوا ١١ کالو راهیسې د سوګډیانا ټرانس ازبکستاني کمپنۍ له لوري ترسره کېدل، د یوه منظم مهالوېش له مخې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته لېږدول کیږي، چې ورسره به د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر په عادي توګه روان وي.
خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي دي، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره د دې پروژې د ټولو چارو پرمخ وړلو ته پوره چمتوالی لري او د مسؤلیتونو په خپلولو سره به هڅه وکړي سوداګرو ته لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *