افغانستان 07 جدی 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د عزيزي بانک له ح رئیس سره د ګډو همکاریو د ډېرېدو په تړاو ناسته وکړه

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د عزیزي بانک له اجرائیوي رئيس فرید احمد شېرزاد سره وکتل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست

د معمار  د خبر له مخې؛ په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت او عزیزي بانک ترمنځ د ګډو همکاريو او همغږیو په هکله بحث او خبرې وشوې.

د عزیزي بانک مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست سره د لیدنې په لړ کې د برېښنا بل د راټولولو او د دې وزارت د نورو مالي چارو اړوند خدمتونو کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو کې د همکاري ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست له دې وزارت سره د یاد بانک د دوامداره همکاریو له کبله مننه وکړه او د همکاریو د لا پياوړتیا او دوام لپاره یې پر لا ډېرې همغږي ټینګار وکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *