افغانستان 07 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

کندهار: د عینو مینې له ۳۵۰ بستریز روغتون سره د بېلابېلو درملو او تجهیزاتو مرسته وشوه

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د عينو مینې له ۳۵۰ بستریز روغتون سره د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د بېلابېلو درملو او طبي تجهیزاتو مرسته وشوه.

د معمار د خبر له مخې؛ د دغه روغتون آمر قاري عبدالحميد عاصم وويل، چې دغه درمل او تجهیزات د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» د خوارځواکو ماشومانو د درملنې په موخه د ۱۰ زره او ۳۳۰ ډالرو په ارزښت د ۳۰ ډوله طبي، غیر طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې دغه درمل او طبي تجهیزات به د خوارځواکو ماشومانو په درملنه کي ډېر ګټور وي.

په ورته وخت کي د یاد روغتون سره یو سوداګر هم د څلور ډوله طبي او غیر طبي توکو مرسته وکړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *