حامد کرزی؛ د هېواد پخوانی ولسمشر په ښکاره پر اشرف غني نیوکې کوي، هغه د هېواد د سقوط لامل ګڼي او وايي: اشرف غني د هر څه د زوال لامل دی. دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی کرزی پخپله یو له هغو عواملو څخه ګڼل کیږي چې اشرف غني یې واک ته ورساوه.
د معمار د خبري آژانس د خبر له مخې حامد کرزي له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ویلي: اشرف غني د افغانستان د سقوط لامل دی، کرزي په داسې حال کې چې د افغانستان په تېر حکومت کې د فساد موجودیت ومانه، زیاته کړه چې امریکا هم په دې فساد کې لاس لري. ښاغلي کرزي دا هم وویل: افغان حکومت به سقوط نه واي کړي. خو د غني تېښته د دې لامل شوه چې هر څه له منځه ولاړ شي.