تحلیل سیاسی 07 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په ټولنه کې د ښځو شتون او ونډې ته اړتیا

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې په ټولنه کې د ښځو ونډه کمه شوې وه. خو په دې وروستیو ورځو کې دغه حکومت د سختو تصمیمونو په نیولو سره په ټولنه کې د ښځو له ازادۍ او لږ ګډون څخه محروم کړل چې په پوهنتونونو کې د نجونو له زده کړې منع او همدارنګه په کورنیو او بهرنیو خصوصي موسسو کې د ښځو له کار کولو څخه منع کول وو. د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د حکومت کړنلاره په ښکاره ډول څرګنده کړه چې دا حاکمه ډله په ټولنه کې د نجونو او ښځو د فعال حضور په اړه محافظه کاره او سخت دریځ لري. خو د طالبانو حکومت باید په دې فکر وکړي چې په ټولنه کې د ښځو له شتون او د هغوی د زده کړو له خنډ پرته په هېواد کې وده او پرمختګ نه شي کېدای او دا مسله به د بحران او پیوستون د نشتوالي لامل شي. ځکه چې ښځې د افغانستان د نفوس تقریبا نیمایي برخه جوړوي او د کورنۍ او ټولنې مهمې ستنې ګڼل کیږي او هر څوک چې ټولنې ته داخلیږي د هغو میندو او پلرونو د روزنې پایله ده چې خپلو ماشومانو ته د وطن پالنې او په ټولنه کې د اغیزمنتوب درس ورکوي. خو که په ټولنه کې د ښځو د پوهاوي، ښوونې او روزنې او شتون په لاره کې خنډ وي؛ ایا دا ممکنه ده چې هغه ماشومان وروزل شي چې پوهه وي، پوره لید ولري او ټولنیز وي؟ د طالبانو د حکومت په پایله کې باید نه یوازې په ټولنه کې د ښځو د تعلیم او حضور مخه ونه‌نیسي، بلکې د حکومت په کابینه کې د سیاسي مشارکت او اغېزمن حضور زمینه هم برابره کړي، ځکه د دیموکراسي نظام له مخې د ښځو ونډه په ټولنه کې د تعلیم او تربیې پورې محدود نه دي او ښځې باید په حکومتونو، سازمانونو او سیاسي ګوندونو کې پراخه ونډه ولري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *