افغانستان 07 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د وري تر مياشتې به د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره مناسب شرايط برابر او ښوونيز بهير به پيل شي

د اسلامي امارت يو لوړپوړي چارواکي د نوي لمريز کال تر لومړيو پورې په هېواد کې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پيل کېدو هيله مندي ښودلې ده.

د معمار د خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدين دلاور نن خبریالانو ته ویلي چې په هېواد کې د ښوونيز او تحصيلي بهير د بېرته پيل کېدو په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه په کچه ګړندۍ هڅې روانې دي.
دلاور زياته کړې، چې کېدای شي د را روان وري تر مياشتې پورې د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره د اسلامي شريعت او ملي ارزښتونو مطابق تحصيلي نصاب او چاپېريال برابر او د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې د افغان نجونو پر مخ پرانیستل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وويل چې هڅی روانې دي، چې په دې اړه پرېکړه ژر تر ژره وروستۍ شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *