د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار (دوشنبه، د جدي ۵ مه) د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د بدخشان امنیه قوماندانۍ ته څېرمه وچاودېدل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور وايي، په دې پېښه کې د بدخشان ولایت د امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخشهای موردنیاز علامتگذاری شدهاند *
ذخیره نام، ایمیل و وبسایت من در مرورگر برای زمانی که دوباره دیدگاهی مینویسم.