افغانستان 05 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي اميرخان متقي د ايران له شارژدافير څخه د افغان بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړه

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي نن د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ايران له سفير حسن کاظمي قُمي او مل پلاوي سره وکتل.

د معمار  د خبر له مخې؛ د بهرنيو چارو وزارت د ايران شارژدافير ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او بریالي ماموریت د ترسره کولو هیله يې څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ډیپلوماتیکو اړیکو، تګ راتګ او سوداګرۍ پر زیاتوالي خوښي څرګنده کړه.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو پر جغرافیايي ارزښت خبرې وکړې، د سیمه يیزې او نړیوالې سوداګرۍ د ايجاد لپاره یې د مناسبو فرصتونو یادونه وکړه، په زیربنايي او اقتصادي پروژو لکه کانونه، انرژي، ریل پټلۍ او داسې نورو برخو کې یې پانګونې ته چمتووالی وښود.
په پای کې ښاغلي متقي په ایران کې د افغان بندیانو د خلاصون او افغان کډوالو د بانکي حسابونو په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او سرپرست سفير ورته په دې اړه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *