افغانستان 05 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه: له پوځي بریا وروسته هېواد علمي او اقتصادي خپلواکۍ ته هم اړتيا لري

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ګل الرحمن قاضي په مشرۍ د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ټولنې له مشرتابه پلاوي سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي

په دې کتنه کې، د یادې ټولنې مشرتابه په افغانستان کې د واقعي اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو غوښتنه یاده کړه او ويې ويل چې‌ د اسلامي نظام د استحکام او ثبات لپاره اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
هغوی زياته کړه، چې دوی په سختو شرایطو کې د افغانستان د باسواده کېدو او د هېواد د پرمختګ لپاره د لوړو زدکړو په برخه کې پانګونه کړې ده.

د دې ټولنې راغلي پلاوي همدارنګه په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانېستل کېدو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې خپل وړانديزونه او مشورې شريکې کړې.
هغوی زياته کړه، چې له پوځي او سیاسي بریا وروسته اړتیا ده اوس په اقتصادي او علمي برخو کې هم افغانستان واقعي خلپواکۍ او ځان بسياينې ته ورسېږي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې افغانستان د ټولو افغانان شریک کور دی او هر افغان پکې د نظر او مشورې ورکولو حق لري.
نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی، خو هڅه کوي رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې افغانستان د ټولو افغانان شریک کور دی او هر افغان پکې د نظر او مشورې ورکولو حق لري.
نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی، خو هڅه کوي رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي.

مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، افغانستان په بېلابېلو برخو کې متعهدو او ژمنو کادرونو ته اړتیا لري او ډاډ یې ورکړ چې د خصوصي پوهنتونونو ټولنې د مشرتابه پر نظرياتو او مشورو به غور وشي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *