د طالبانو د مشر له لوري په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز د حکم له صادرېدو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما دغه پرېکړه د ښځو د حیاتي رول له پامه غورځول ګڼلي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف د جدي ۳ مه د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د طالبانو د مشر د دغه نوي فرمان په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه