د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي لوړو زده کړو موسسو له یو شمېر مسوولینو سره په کتنه کې د پوهنې د کیفیت د ښه والي او د هغوی د ستونزو او غوښتنو په اړه خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم وویل: دا وزارت او په ټولیزه توګه د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ځوانانو د تعلیم او تربیې مخالف نه دی، بلکي د ديني لارښوونو او د هيواد د ملي ارزښتونو په رڼا کي يې اصلاح او پرمختيا په کار ده.