د ایران د بهرنۍ وزارت مرستیال رسول موسوي په تهران کې د افغانستان د سفارت له مشر قیوم سلیماني سره د نجونو د تعلیم د ستونزې د حل لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د معمار وحدت د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو په وزارت کې د لویدیځې اسیا د چارو عمومي مشر رسول موسوي په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې په تهران کې یې د افغانستان د سفارت له مشر سره په افغان پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د زده کړو د ځنډولو په اړه خبرې کړي دي.