افغانستان 03 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په انتقالاتو کې زیاتوالی؛ په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۱۳۶ زره ټنه انتقالات شوي دي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د لېندۍ له ۲۵مې څخه د مرغومي تر لومړۍ) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۱۳۶ زره ۲۱۱ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛  د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۵ زره ۶۱۵ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴ زره۶۷۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵ زره ۹۲۶ ټنه واردات چې ټولټال ۱۳۳ زره ۹۵ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدارنګه، په ياده موده کې ۳۱۱۶ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، صادر شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې ادارې په انتقالاتو کې د تېر کال په نسبت سږ کال  ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. همدارنګه دغه ادارې توانېدلې، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه د پاسه یو میلیارډه ۴۲۱ میلیونه افغانۍ راټول او د اسلامي امارت خزانې ته وسپاري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *