افغانستان 01 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په روزګان کې د ۳۰ میلیونو امریکایی ډالرو په لګښت د ۵۰ کیلومتره سړک د رغول چارې پیل شوې

د روزګان مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي ۵۰ کیلو متره سړک د رغولو چارې د ۳۰ میلونه امریکایي ډالر په لګښت پیل شوې.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ټولګټو چارو وزارت حقوقي مشاور مولوي اغاجان سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ټولګټو چارو وزارت تل په دې هڅه کې دی، څو د هېواد ټولې غځېدلې لارې په پاخه او اساسي ډول ورغوي.

ورته مهال د صدیق نور افغان ساختماني شرکت مسوول حکیم الله چې د دغه سړک د رغولو چارې پرمخ وړي وویل، چي دغه سړک د ۵۰ کلیومتره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، چې په کې یو لوی پُل، ۱۲۳ کوچني پُلګوټي هم شامل دي، چې د ۲۲ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

دا په داسي حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کندهار – روزګان ترمنځ د غځېدلې لارې د جوړېدو چارې هم پیل شوې وې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *