د اروپايي ټولنې د استازي په ګډون د دولسو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د نجونو د پوهنتونونو د تړلو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه په کلکه غندلې ده
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د متحده ایالاتو، آسټرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، هسپانیې، سویس، انګلستان حکومتونه او د اروپايي ټولنې عالي استازې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو پر داخلېدو د بندیز په اړه غبرګون وښود