د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د داعش ترهګرې ډلې یو پټنځای یې ویجاړ کړی او د دغې ډلې یو مهم غړی یې نیولی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه (د جدي ۱) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون سهار د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د خوارج په یوه پټنځای عملیات کړي او هغه یې ویجاړ کړی دی.