پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو د ورتګ د منع کولو په اړه د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترش ویلي، چې دا پرېکړه به د هېواد پر راتلونکي ناوړه اغېز وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ښاغلي ګوتریش زیاته کړه چې له تعلیم څخه د ښځو بې برخې کول د هغوی له حقونو څخه سرغړونه ده. دغې پرېکړې تر اوسه ډېر غبرګونونه راپارولي دي.