افغانستان 30 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ملا نورالله نوري: د خلکو غوښتنو ته رسېدنه د اسلامي نظام اساسي دنده ده

‎د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د غزني د هزاره قوم له یو شمېر قومي مشرانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

memaarpress

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې راغلو مشرانو له سرپرست وزیر څخه وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د زده کړو، روغتیا او ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د خلکو اساسي غوښتنو ته رسېدنه د اسلامي نظام اساسي دنده وبلله او ویې ویل، چې اسلامي امارت ژمن دی، چې په عادلانه توګه او شرعي احکامو په رڼا کې خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي همدا راز یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د یاد ولایت په کچه به شته ستونزې له اړونده ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *