د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې سفر کې له یو شمېر افغان چارواکو او سیاسي څېرو سره بهر ته هم کتلي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې ویل کېږي جرمني ته د درملنې لپاره تللی، د دغه هېواد له یو شمېر پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو سره یې جلا کتنې درلودې. د کرزي د سفر بل ځای ترکیه ده او انقرې ته د خپل سفر په ترڅ کې به له یو شمېر افغان جهادي مشرانو او سیاسي څېرو سره چې په ترکیه کې مېشت دي، لیدنې او خبرې وکړي. کرزی چې د طالبانو له خوا پر افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته له هېواده نه و وتلی، په دې وروستیو کې اعلان شو چې له افغانستانه بهر یې پر سفر بندیز لرې شوی دی.