افغانستان 29 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ننګرهار کې د اوسپنې ويلې کولو فابريکو مسوولين د برېښنا د پرچاوۍ د کمولو غوښتنه وکړه

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئيس عبدالبصير پاچا او د اوسپنې ويلې کولو فابريکو مالکانو د ننګرهار له والي حاجي ملا محمد نعيم آخند سره په کتنه کې د برېښنا د پرچاوۍ د کمولو غوښتنه وکړه.

memaarpress

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې د اوسپنې ویلي کولو د فابریکو مالکانو وويل، چې په شیخ مصري صنعتي پارک کې د نورو فابريکو ترڅنګ د اوسپنې ویلې کولو يو شمېر فابريکې هم فعاليت کوي، چې يوازې ۱۰ ساعته برېښنا ورکول کېږي، چې ورته بسنه نه کوي.

هغوی وويل، چې په دغو فابريکو کې شاوخوا ۵ زره کسان کار کوي که د برېښنا پرچاوي کمه نه شي؛ نو کارونه به يې ټکني او کار کوونکي به يې دندې له لاسه ورکړي.

د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم آخند يادو صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه به له مرکزي مسوولينو سره شريکه کړي، ترڅو د حل لپاره يې لازم اجراآت ترسره شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *