په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د پاکستان په زندانونو کې ۱۵۰۰ افغان کډوال بندیان دي.
د معمار د خبر له مخې؛ دغه سفارت په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې پاکستاني چارواکو په وار وار د کډوالو دوسیو ته د رسیدو ژمنه کړې ده. خو ډېری یې لا هم په زندان کې دي. دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي د پاکستان لومړي وزیر ته په یوه لیک کې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.