افغانستان 28 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ریاست الوزرا د فتر عمومي رئیس: د ښځینه سوداګرو د ستونزو د حل په موخه به ګړندۍ هڅې وکړو

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع پرون د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنايعو خونې رئیسې ممتاز یوسفزۍ په مشرۍ د یادې خونې مدیره پلاوي سره په ارګ کې وکتل

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې: دوی له اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنګ د ښځو سوداګرۍ او صنايعو خونې ملاتړ او فعاله ساتلو، ښځينه سوداګرو ته د سوداګريزو ويزو ورکړه کې د اسانتياوو رامنځته کولو، د جوازونو ورکولو، املاکو کرایې او مالیاتو په برخو کې د ځانګړو همکاريو، د ځانګړو سوداګريزو مارکېټونو ايجاد او ګاونډيو هيوادونو سره د ښځينه سوداګرو ګډې خونې رامنځته کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس په دغه کتنه کې وويل چې خصوصي سکتور سره د دې کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او واټن له منځه وړل دي.

نوموړي ښځينه سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ پر وړاندې ټول شته خنډونه لرې او د شريعت په رڼا کې به د سوداګرو ټولو غوښتنو ته رسيدګي وشي.

سرچینې همدارنګه ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ارګانونو سره شريکې کړي

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *