افغانستان 27 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون د نسايي ولادي څانګه بیا ورغول شوه

د ننګرهار پوهنتون مسوولین وایي، چې د دغه پوهنتون په تدریسي روغتون کې د نسايي ولادي څانګه د ICRC ادارې په ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول بیا ورغول شوه.

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د دغه څانګې د پرانیستلو پرمهال وویل، چې له دې مخکې د نسايي ولادي څانګه معیاري نه وه او د دې اړتیا لیدل کېده، چې بدلون په کې رامنځته شي.

بهسودوال زیاته کړه، چې په یادو رغنیزو چارو کې دوه د عملیاتو خونې، یوه تعقیم خونه، درې (ICU) خونې، یوه ریکوري خونه، یوه د نویو زېږېدلو کوچنیانو د ساتنې خونه او ځینې نورې برخې شاملې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *