افغانستان 27 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ملي دفاع وزارت دوه نورې ویجاړې شوې چورلکې ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې

د ملي دفاع وزارت د دوو نورو چورلکو د بېرته رغولو او الوتنې ته د چمتو کولو خبر ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې: یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د تخنیکرانو او منسوبينو د هڅو په پايله کې دا ځل د «35MI-» او «208C-» دوه نورې چورلکې فعالې شوې.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ویجاړو شویو او غیر فعالو چورلکو د بيا ځلي فعالولو او رغونې لړۍ دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې د ملي د فاع وزارت د هوايي ځواکونو تخنکي او انجنیرۍ ټېمونو تر دې وړاندې هم یو شمېر ویجاړې شوې چورلکې بېرته رغولي او الوتنې ته یې چمتو کړې وې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *