افغانستان 27 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د جنوبي کوریا پوځ ویلي : نړۍشمالي کوریا دوه بالستیک توغندي وتوغول

د جنوبي کوریا پوځ ویلي؛ شمالي کوریا د یکشنبې پر ورځ د کوریا تاپو وزمې ختیځ ساحل لوري ته دوه بالستیک توغندي توغولي دي.

شمالي کوریا

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ د جاپان د دفاع وزارت مرستیال توشیرو اینو ویلي؛ داسې بریښي، چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوي بالستیک توغندي د جاپان ځانګړي اقتصادي زون (EEZ) ته نږدې پریوتي وي.

د جاپان د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغو توغنديو ۵۵۰ کیلومتره لوړوالی او ۲۵۰ کیلومتره ځمکنی واټن تر پوښښ لاندې نیولی دی.

اینو زیاته کړې؛ تر اوسه د توغندیو له کبله د اوښتو زیانونو راپور ندی ورکړ شوی.

د شمالي کوریا د توغندیو دغه ازمایښت فضا ته د تېلو د یوه انجن د توغولو له ازمویلو وروسته ترسره شوي دي.

کارپوهانو ویلي، چې دا ازمایښت یې چټکو او ګرځنده بالستیک توغندیو ازمایښت ته شرایط برابروي؛ ځکه، چې دوی هڅه کوي، چې نوې ستراتیژیکي وسلې رامنځته او خپل اتومي او توغندیز پروګرامونه ګړندي کړي.

د KCNA رسمي خبري آژانس د جمعې پر ورځ په ډاګه کړې؛ دا ازموینه د کیم جونګ اون لخوا څارل کیږي؛ د پنجشنبې پر ورځ د شمالي کوریا د سوهاه سپوږمکۍ توغول ترسره شول، چې د توغندیو تکنالوژۍ آزموینې په ګډون د فضایي راکت انجنونو توغولو وسایطو لپاره کارول کیږي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ شمالي کوریا سږکال له نړیوالو بندیزونو سره سره بې ساري بالستیک توغنديو په ګډون د بېلابېلو وچو ویشتونکي اړوند توغندي (ICBM) هم، چې ان د امریکا خاورې ته د رسیدو وړتیا لري؛ بریالي ازمویلي دي.

په تېر نومبر کې شمالي کوریا یو ICMB ازموینه وکړه، چې د جاپاني چارواکو د څرګندونو له مخې امریکا ته د رسیدو وړتیا لري او دا له جاپان څخه یوازې ۲۰۰ کیلومتره لرې راپریوتی و.

جاپان د جمعې پر ورځ له دوه یمې نړیوالې جګړې راپدیخوا د ترټولو لویې پوځي جوړونې ۳۲۰ میلیارد دالري طرح وړاندې کړه، چې له مخې به یې پر چین د برید کولو وړتیا ولري او ځان هم اوږدې جګړې ته چمتو کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *