د باميانو د امنيې قومندانۍ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ د باميانو د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو آمر محمد خواني سيمه ييز خبريال ته وويل چې د دغه ولايت مرکز د شهيدانو په کلي کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د يو ماشوم په ګډون درې تنه مړه او د يوې ښځې په ګډون ۳ تنه ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې د پېښې ټپيان د باميانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.